ایرلنډ په لومړۍ شل اوریزې سیالۍ کې افغانستان ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د لوبې یو انځور

د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د درې شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان ته د ۳۸ منډو په تفاوت ماتې ورکړه.

یاده سیالي چې د جمعې په ورځ د افغانستان په وخت د ماسختن ۸:۳۰ نیمې بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیل شوې وه، پچه یې افغانستان ګټلې وه، خو توپ اچونه یې انتخاب کړې وه.

د ایرلنډ لوبډلې د خپلې توپوهنې په پاڼۍ کې ۱۴۹ منډې کړې وې.

د ایرلنډ په توپوهونکو کې هیري ټکټر ښه ځلېدلی و چې په ۵۶ منډو ناسوځېدلی پاتې و.

د افغانستان لپاره بیا راشدخان ښه توپ اچونه وکړه، هغه د ۱۹ منډو په بدل کې ۳ لوبغاړي وسوځول.

په نړیوالو شل اوریزو سیالیو کې په لومړي ځل لوبېدونکي لوبغاړي ننګیالي خروټي بیا په ۴ اورونو کې ۱۶ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي وسوځول.

په افغان توپ اچونکو کې نوین الحق نن بیا ښه ونه ځلېد، هغه په ۴ اورونو کې ۵۲ منډې ورکړې او هیڅ لوبغاړی یې ونه سوځاوه.

د افغانستان د توپوهنې پيل دا ځل له رحمن الله ګربز سره صدیق اتل وکړ، ګربز په لومړي توپ وسوځېد او اتل په یوه منډه خپله وېکټ له لاسه ورکړه. په اتل پسې عظمت الله عمرزی هم په صفر وسوځېد.

نوي وېکټ ساتونکي توپوهونکي محمداسحاق یوه شېبه لوبه چټکه کړه، خو هغه هم تر ۳۲ منډو جوړولو وروسته اوټ شو.

په دې سره د افغانستان ټول لوبغاړي د نولسم اور په ۴م توپ وسوځېدل او ۱۱۱ منډې یې وکړې.

په نننۍ سیالۍ کې د افغانستان لپاره په لومړي ځل لوبېدونکي اعجازاحمدزي ۱۶منډې وکړ، خو ننګیالی خروټی بیا په صفر وسوځېد.

د ایرلنډ په توپ اچونکو کې بین وایټ ۴، جاش لیټل ۳ او مکارټي دوه لوبغاړي وسوځول.

د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به دویمه شل اوریزه سیالي د روانې میاشتې په ۱۷مه نېټه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ولوبوي.