بلېنکن: په نړۍ کې د کیمیایي نشه یي موادو استعمال ډېر شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

امریکا متحده ایالاتو په نړۍ کې له کیمیایي نشه‌یي موادو سره د مبارزې لپاره یو سلو اویا میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د ملګرو ملتونو له نشه یي موادو سره د مبارزې کمېسیون په کلنۍ ناسته کې وویل چې په نړۍ کې د کیمیایي نشه یي موادو استعمال په بې سارې ډول ډېر شوی او د میلیونونو انسانانو ژوند اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د یاد کمېسیون په ناسته کې د خبرو په مهال وویل، جرمي ډلې د تېزابو په قاچاق کولو سره د کیمیایي نشه یي موادو تولید ته زمینه برابروي او د همدې ډلو له لوري قاچاق شوي نشه یي موادو د نړۍ د میلیونونو انسانانو ژوند اخلي.

بېلنکن ټینګار وکړ چې هیڅ هېواد په یوازې ځان نه‌شي کولی له نشه یي موادو سره مبارزه وکړي نو له همدې امله امریکا متحده ایالاتو په روان کال کې په نړۍ کې له کیمیایي نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره ۱۷۰ میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي.

امریکا متحده ایالاتو تیر کال له کیمیایي نشه یي موادو سره د مبارزې نړیوال ایتلاف په جوړولو سره، له دغه ډول نشه یي موادو سره د مبارزې لپاره سل میلیونه ډالر ځانګړي کړي وو.