زلزلې د جاپان ختیځې برخې لړزولي

ارشیف: په جاپان کې د یوې مخکینۍ زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

یوې زلزلې نن سهار د جاپان ختیځې برخې ولړزولې، د جاپان د هواپېژندنې ادارې ویلي چې د ریښتر په مقیاس ۵ اعشاریه ۸ درجې دغې زلزلې د فوکوشیما ساحل ته نږدې ساحې لړزولې او د څونامي توفان د راوتلو خبرداری نه دی ورکړل شوی دی.

تر اوسه په دې زلزله کې د مالي یا ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.