بې پولې خبریالانو پر افغان ښځینه خبریالانو د محدودیتونو زیاتوالي ته اندېښنه وښوده

له ارشیفه د یوې رسنۍ د ښځینه کارکوونکو تصویر

د بې پولې خبریالانو ټولنې،RSF په افغانستان کې پر ښځینه خبریالانو د محدودیتونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې.

د دې ټولنې د جنوبي اسیا څانګې پرون چهارشنبې په یوه بیان کې پر خبریالانو مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه،د ښځینه خبریالانو د حجاب په اړه ځپونکي فرمانونه، غږیزو او تصویري رسنیو ته د ښځو د لاسرسي پر محدودیتونو او د طالبانو د چارواکو پر فلم اخیستو بندیز د اندېښنې وړبلل شوي دي.

دې ټولنې د طالبانو له مشرملا هبت الله اخوندزاده څخه غوښتي چي دغه ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

د بې پولې خبریالانو د ټولنې په وینا، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې له کله چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، پرخبریالانو یو شمېر محدودیتونو په دې هېواد کې د مطبوعاتو ازادي په جدي توګه کمه کړې ده.

د دې ټولنې د ۲۰۲۳ کال د مطبوعاتو د ازادۍ په نړیوال شاخص کې افغانستان د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۵۲ ځای خپل کړی دی.