روسیه: د اوکراین ۱۴ بې پيلوټه الوتکې مو غورځولې دي

د یوې پېښې سیمې ته منسوب تصویر

د روسیې دفاع وزارت وایي، د هوایي مدافعې سیسټمونو یې د اوکراین ۱۴ بې پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.

دې وزارت نن ویل چې دغه الوتکې اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې په دوو سیمو کې راغورځول شوي او زیاتوي، یوولس الوتکې په بیلګورد او درې په کورسک سیمه کې ویجاړې شوې دي.

د بیلګورد والي ویچیسلاو ګلاد کوف پرټلګرام چینل لیکلي چې په دغه برید کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

په تېرو دوو ورځو کې د روسیې پرګڼو سیمو د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو په لسګونو بریدونه شوي دي.