سالنګ لویه لاره بیرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

له ارشیفه د سالنګ یو واورین تصویر

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت د سالنګ د لویې لارې د بیا پرانیستلو خبر ورکوي.

د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس نن پنجشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر کې کښلي چې د سالنګ لویه لاره چې د برفکوچونو، توپانونو او د دید د ساحې د محدودیت له کبله له دوو ورځو راهیسې د ټرافیکو پر مخ بنده وه، نن سهار پنځه بجې د ټولو وړو او لویو موټرو پرمخ بیرته پرانیستل شوه.

معمولاً په ژمي کې ډېر ځلې لیدل شوي چې د سالنګ لویه لاره د واورو د ښوېیدو او توپانونو له امله بنده شوې ده.