اتریش دوو روسي ډيپلوماتانو ته د وتو امر کړی

د اتریش بیرغ

اتریش پرون چهارشنبه له دوو روسي ډيپلوماتانو وغوښتل چې له ویانا څخه ووځي.

اسوشیتید پریس خبري اژانس د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په حواله ویلي: " دغو دوو ډيپلوماتانو په داسې اقداماتو لاس پورې کړی و چې له ډيپلوماتیک وضعیت سره یې اړخ نه لګاوه".

په خبر کې د دغو ادعا شویو اقداماتو جزیات نه دي ورکړل شوي، خو دواړه روسي ډيپلوماتان نامطلوب کسان بلل شوي دي.

د اتریش یوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط اسوشیتید پریس خبري اژانس ته ویلي، د روسي ډيپلوماتانو اخراج د هغوی د جاسوسۍ په فعالیتونو پورې تړلی دی.

په ویانا کې د روسیې سفارت ویلي چې د ډيپلوماتانو د اخراجېدو د اثبات لپاره یې هیڅ مدارک نه دي وړاندې شوي او دوی دغه پرېکړه " بې بنسټه" بللې ده.