اروپایي ټولنه: د ننګرهار د ساري ناروغیو روغتون سره مو مالي مرسته وکړه

د اروپایي ټولنې بیرغ

د روغتیا نړیوال سازمان، WHOپه جلال اباد کې له یوه روغتون سره چې زرګونو کسانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي، د مالي مرستې خبر ورکړی.

د دې سازمان د افغانستان څانګې پرون چهارشنبې په خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټرکې کښلي چې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ماموریت له خوا ترلاسه شوې دا مرسته په جلال اباد کې د ساري ناروغیو له هغه پنځوس بستریز روغتون سره شوې چې د دې سازمان په مالي ملاتړ فعالیت کوي.

WHO وایي، دغه روغتون په میاشت کې نژدې لس زره کسانو ته ورځني روغتیایي خدمتونه رسوي او هم د ختیځو سیمو د ښځو او ماشومانو په ګډون په میاشت کې ترپنځو سوو کسانو پورې په بسترکې د درملنې امکانات برابروي.

د روغتیا نړیوال سازمان د روانې کب میاشتې په لومړیو کې په یوه راپورکې ویلي وو، افغانان روان میلادي کال یو بې ثباته روغتیايي سیستم تجربه کوي او د دې ترڅنګ اکثره یې د خوراکي توکو له کمښت او خوارځواکۍ له خطرسره مخ دي.