احدي: د افغانستان امانت صندوق شاوخوا ۲۷۰ میلیونه ډالره ګټلي دي

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي

په سویس کې د افغانستان د امانت صندوق یو غړی انوارالحق احدي وایي، د دې صندوق پیسو تر اوسه شاوخوا ۲۷۰ ملیون ډالره ګټه کړې چې له اداري کمو لګښتونو پرته ورڅخه نوره استفاده نه ده شوې.

ښاغلي احدي په دې اړه بېګا ناوخته ازادي راډیو ته وویل:

" تراوسه پورې یې دغه تېر یو نیم کال کې تقریباً ۲۷۰ میلیون ډالرو په شاوخوا کې ګټه کړې ده او موږ له دې ګټې کوم غټ مصرف نه دی کړی او هغه چې شوي، واړه، واړه اداري مصارفات دي."

ښاغلي احدي زیاته کړه چې د امانت د صندوق له دې ګټې نه د افغانستان د پولي او مالي ثبات لپاره استفاده کېدلی شي، په دې شرط چې د دې صندوق د مدیره هیت څلور واړه غړي پرې توافق ولري.

د افغانستان د امانت دغه صندوق چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته د ۲۰۲۲ کال په سپټمبرمیاشت کې تاسیس شوی او په امریکا کې د افغانستان بانک د کنګل شویو ۷ میلیارډ ډالرو شتمني نیمایي برخه یعنې درې نیم ملیارډ ډالره ور انتقال شوې، مدیره هییت یې څلور غړي لري چې دوه یې افغانان او دوه یې بهرنیان دي.

د افغانستان بانک د عالي شورا پخوانی غړی شاه محرابي یې بل افغان غړی دی.