د ایرلنډ خلاف شل اوریزو لوبو لپاره افغان لوبډله اعلان او راشدخان بېرته راستون شو

د ایرلنډ خلاف د افغانستان د ملي لوبډلې اعلان شوی نوملړ

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلې د مارچ په ۱۵مه نېټه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.

افغان کرکټ بورډ ادارې د یادو سیالیو لپاره د مارچ په ۱۳مه نېټه د چهارشنبې په ورځ ناوخته ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

په اعلان شوې لوبډله کې یو وار بیا راشدخان د افغانستان د شل اوریزو سیالیو د لوبډلمشرۍ دندې ته راستون شوی دی.

راشدخان د ۲۰۲۳ ز کال تر پنځوس اوریز نړیوال جام وروسته د ملا له عملیاتو وروسته تر دې دمه په هېڅ ډول کرکټ کې نه دی لوبیدلی.

دغه راز مجیب الرحمن هم یو وار بیا د خپلو ټپونو تر رغېدو وروسته په شل اوریز نوملړ کې انتخاب شوی دی.

په دې پنځلس کسیز نوملړ کې پر راشدخان او مجیب الرحمن سربېره ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ګربز، صدیق اتل، اعجازاحمدزی، اسحاق رحیمي، محمدنبي، عظمت الله عمرزی، ننګیالی خروټی، نوراحمد، وفادار مومند، فرید ملک، نوین الحق او فضل حق فاروقي غوره شوي دي.

د شل اوریزو سیالیو دغه لوبلړۍ چې د مارچ په ۱۵مه نېټه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې پیلېږي، د همدې میاشتې په ۱۸مه نېټه به پای ته ورسېږي.

د ویلو ده چې افغانستان د یو ورځنیو سیالیو په لوبلړۍ کې دوه د صفر پر وړاندې ایرلنډ ته ماتې ورکړه.