اروپایي ټولنه: په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید شته او دا د زغملو نه دی

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر، جوزیپ بوریل

د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر وایي، په افغانستان کې جنسیتي اپارتاید شته او دا وضعیت د زغم وړ نه دی.

جوزیپ بوریل د ملګرو ملتونو او اروپایي ټولنې د همکارۍ په کلنۍ غونډه کې د افغانستان سیاسي او اقتصادي وضعیت ته هم اندېښنه ښکاره کړه.

طالبانو تر اوسه د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تل یې دا خبره کړې ده چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې یې نجونو او ښځو ته حقونه ورکړي دي.

ښاغلي بوریل پرونۍ غونډې ته دا خبره هم وکړه چې له طالبانو سره د ملګرو ملتونو د اړیکو د پراخیدو ملاتړ کوي، خو پر دې ډلې باید فشارونه زیات شي.