د پاکستان حکومت: عمران خان په زندان کې خپلو پایوازانو سره نه شي لیدلی

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان چې اوس په زندان کې دی

د پاکستان حکومت پرون اعلان وکړ چې د پخواني بندیوان صدراعظم عمران خان پایوازان نه شي کولای زندان ته د هغه لیدو ته ورشي.

دولتي چارواکو او د عمران خان د تحریک انصاف ګوند سرچینو پرون وویل چې حکومت دا پرېکړه د امنیتي اندېښنو له کبله کړې ده.

چارواکي وايي، داسې استخباراتي اسناد یې ترلاسه کړي دي چې پردې زندان د برید احتمال شته، خو دا یې نه دي ویلي چې دا برید د عمران خان پرضد پلان شوی دی که د توندلارو وسله والو په ګډون د زندان په نورو بلاکونو کې د نورو بندیانو پرضد.

چارواکو څو ورځې مخکې له دې پرېکړې د دې زندان د امنیت لپاره تدابیر زیات کړي وو.

په هغه لیک کې چې د پنجاب ایالت د کورنیوچارو وزارت پرون پولیسو ته واستاوه، دا خبره نه وه روښانه شوې چې کومه ډله پر زندان د برید پلان لري.