د څلورو هېوادونو څخه څلور ستورمزلي د سه شنبې په ورځ (مارچ ۱۲) په نړیوال فضايي سټیشن کې له شپږ میاشتني ماموریت وروسته د SpaceX فضایي بیړۍ سره ځمکې ته راستانه شول.
هغه کیپسول چې دغه فضانوردان پکې سپاره وو، پرون سهار فلوریډا ته نژدې د مکسیکو په خلیج کې ښکته شو.
یاسمین مقبلي چې د ناسا یا د امریکا د فضايي تحقیقاتو ادارې په استازولۍ د ټیم مشري په غاړه درلوده له درېیو نورو ستورمزلو: ډنمارکي اندریس موګینسن، جاپاني ساتوشي فروکاوا او روسي ستورمزلي کونستانټین بوریسوف سره یوځای ځمکې ته راستانه شول.
دا څلور تنه د تېر کال په اګسټ میاشت کې نړیوال فضایي سټیشن ته لاړل او له دې مخکې چې راستانه شي، تېره اوونۍ یې ځای ناستو فضا ته سفر پيل کړ.