د ایران د طبي شورا مخکښ غړی ابوالقاسم طالبي وايي، نورو هېوادونو ته د نرسانو مهاجرت یو بحران رامنځته کړی او د ایران روغتونونه یې د ناروغانو د درملنې په برخه کې له نړیوالو معیارونو ډېر ټیټ کړي دي.
د طالبي په وینا، هر کال شاوخوا درې زره نرسان له ایران څخه وځي او دا مهاجرت په ایران کې د روغتیا او درملنې سیسټم لپاره "ناورین" رامینځته کوي.
د ایران د نرسنګ نظام ادارې هم خبرداری ورکړی چې په کال کې د شاوخوا شپږ زرو نرسانو تقاعد به وضعیت نور هم ستونزمن کړي، د روغتیا پاملرنې کیفیت به له خطر سره مخامخ کړي او په احتمالي توګه د ناروغانو د مړینې د زیاتوالي لامل شي.