د کونړ سیند په اوږدو کې زرګونه جریبه ځمکه د کرنیزې استفادې وړ وګرځول شوه

کونړ سیند

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره (FAO) وايي، د کونړ د سیند په اوږدو کې څه باندې ۲۴ زره هکتاره خاورینه ځمکه په شنو کرنيزو ځمکو بدله شوې ده.

دغې ادارې د سه شنبې په ورځ په ایکس شبکه (پخواني ټويټر) کې ليکلي چې دغه ځمکې په کونړ ولايت کې د شنو ځمکو یا ګرین ګرونډ پروژې پر بنسټ په کرنيزو ځمکو بدلې شوې، چې د ځايي او جاپاني اوبو لګولو ميتودونه پرې کارول شوي.

شاوخوا ٦٥٠ زره کسان له دې ځمکو برخمن شوي.

په دې ځمکو کې غنم کرل کېږي.