د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په درېیمې یو ورځنۍ سیالۍ کې د ایرلنډ ملي لوبډلې لپاره د ۲۳۷ منډو هدف وټاکه.
یاده سیالي چې نن د کابل پر وخت مازدیګر ۴:۰۰ بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې پيل شوې، ایرلنډ یې پچه ګټلې وه او توپ اچونه یې غوره کړې وه.
افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو سوځېدو نه وروسته ۲۳۶ منډې وکړې او ۵۰ اورونه یې ولوبول.
په افغان توپ وهونکو کې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي ۶۹، رحمن الله ګربز ۵۱ او محمدنبي ۴۸ منډې وکړې.
د ایرلنډ په توپ اچونکو کې مارک اډير ۳ او بیري مککارټي دوه لوبغاړي وسوځول.
ایرلنډ به په څو شېبو کې د خپلې توپوهنې پاڼۍ پیل کړي.