کرکټ؛ افغانستان بیا هم لومړۍ توپوهنه کوي

د افغانستان او ایرلنډ له مخکینې لوبې یو انځور

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د درېیمې یو ورځنۍ لوبې پچه هم ایرلنډ وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه.

د دې لوبلړۍ لومړۍ سیالي افغانستان ګټلې وه او دویمه د ورښت له امله ترسره نه‌شوه.

په وروستۍ سیالۍ کې د افغان لوبډلې په ۱۱ کسیز ترکیب کې دوه نورو ځوانو لوبغاړو ته هم په لومړي ځل د لوبېدو چانس ورکړل شوی دی.

په لومړۍ لوبه کې الله محمد غضنفر ولوبېد او په دې سیالۍ کې بیا ننګیالي خروټي او نویدځدراڼ ته موقع ورکړل شوې ده.

د ویلو ده چې تر ننۍ سیالۍ بعد به یاد هېوادونه د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.