د پاکستان په مرکزي برخه کې د یوې درې پوړیزې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې ۹ تنه مړه او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
د اسوشیتید پرس آژانس د راپور له مخې، دا پېښه نن سهار وختي د پنجاب ایالت په ختیځ د ملتان ښارکې رامنځته شوې ده.
د دې ایالت یوه چارواکي رضوان قادر وویل چې په نژدې کورونو کې د نړېدلې ودانۍ د خاورو خښتو د راپرېوتو له امله هم یوشمېر کسان ټپیان شوي دي.
هغه ویلي چې په مړو شویو کې څلور کسان د یوې کورنۍ غړي وو.
د دغې ودانۍ د نړېدو د څرنګوالي په اړه نورجزییات نه دي ورکړل شوي، خو په پاکستان کې د ودانیو نړېدل ډېرعام ځکه دي چې د آژانس په وینا، اکثره په ودانیو کې له هغو ساختماني موادو کار اخیستل کیږي چې ارزانه دي او هم د ودانیو د خوندیتوب معیارونو ته یې پام نه کیږي.
د ۲۰۲۲ کال په جون کې په کراچۍ د یوه اپارتمان د ړنګېدو په پېښه کې ۲۲ کسان مړه شوي وو.