ملا حسن اخوند د توکو د بیو د جدي څارنې غوښتنه وکړه

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا، ملامحمد حسن اخوند

د طالبانو د حکومت رییس الوزرا ملامحمد حسن اخوند د روژې د میاشتې په رارسېدو سره، له چارواکو غوښتي چې د خوراکي توکو د بیو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره جدي څارنه او اړین اقدامات وکړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باخترخبري اژانس د راپور له مخې، ملا محمد حس اخوند په یوه خپاره کړي بیان کې د روژې میاشت د ټولو مسلمانانو لپاره یوفرصت بللی چې یود بل ترمنځ خواخوږي وښیي، له یووالي او صله رحمۍ کار واخلي او د بې وسو او بې وزلو لاسنیوی وکړي.

د طالبانو د حکومت ریس الوزرا په روژه کې د نرخونو د کنټرول لپاره دغه غوښتنه داسې مهال کوي چې نړیوال بانک په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د خوراکي او غیرخوراکي موادو نرخونه رالویدلي.

سرچینه زیاتوي، په لنډ مهال کې به دغه وضعیت له مالي پلوه د زیانګالو کورنیو په ګټه وي، خو د دې بانک په حواله دغه وضعیت کولای شي لوی اقتصادي زیان رامنځ ته کړي.

په تېرو وختونو کې لیدل شوي چې معمولاً د روژې په میاشتو کې د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې لوړې شوې دي.