د بشري حقونو د څار اداره: روژه کې د هغو افغان مېرمنو په اړه اندېښمن یوو چې د کورنیو سرپرستانې دي

تصویر له ارشیفه

د بشري حقونو د څار اداره وايي، په افغانستان کې د روژې په مبارکه میاشت کې د هغو ښځو په اړه اندېښنه لري چې د کورنۍ د ډوډۍ ګټلو مسوولیت ور په غاړه دی.

د دغه سازمان په خبره، افغانستان د خوراکي توکو له بحران سره مخ دی او ښځې له دغه کړکېچ څخه زیاتې اغېزمنې شوې دي.

د بشري حقونو د څار د ادارې د ښځو د څانګې مرستیالې هیدر بار پرون دوشنبه (مارچ ۱۱) ازادي راډيو ته وویل:

"موږ پوهیږو چې اوس مهال په افغانستان کې بشري ناورین ډیر جدي دی. دا په ښځو باندې ډیر اغیز کوي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د خپلو کورنیو ډوډۍ ګټونکي دي."

اغلې بار هیله څرګنده کړه چې د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو سربیره دوی وکولای شي د روژې په میاشت کې د خپلو کورنیو لپاره نفقه پیدا کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د معلوماتو له مخې، اوسمهال په افغانستان کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.