په هندوستان کې د تابعیت نوی قانون د اجرا وړ وګرځېد

له ارشیفه د هندوستان د پارلمان تصویر

په هندوستان کې د تابعیت تعدیل شوی قانون د اجرا وړ وګرځېد.

د هند د کورنیو چارو وزیر امیت شاه په دې تړاو دوشنبه په یوه بیان کې ویلي چې د دغه قانون له مخې به هغه کسان چې په پاکستان،بنګله دیش او افغانستان کې د مذهب له مخې له تبعیض سره مخ شوي؛ د هند تابعیت ترلاسه کړای شي.

دا قانون هغو غیرمسلمان کډوالو ته په هند کې تابعیت ورکوي چې له ۲۰۱۴ کال مخکې دغه هېواد ته کډه شوي وي.

د افغانستان سلګونه هندو او سکهـ کورنۍ په وروستیو څو کلونو کې له افغانستانه وتلي او تر ډېره هند کې د کډوالۍ شپې سبا کوي.

معلومه نه ده چې د هندوستان د حکومت نوې پرېکړه څومره د دغو افغان سیکانو او هندوانو ژوند بدلولی شي، ځکه د قانون په اساس هندوستان هغو غیر مسلمان کډوالو ته تابعیت ورکوي چې له ۲۰۱۴ کال مخکې دغه هېواد ته تللي وي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو له افغانستان تقریباً ټول سیکهان او هندوان ووتل.

د افغانستان د سیکاهو او هندوانو د سراسري شورا په خبره، اوس یواځې ۴۰ تر ۵۰ سکهان او هندوان افغانستان کې پاتې دي.

د هندوستان مسلمانان له دې قانون سره مخالفت لري او اندېښمن دي چې ګڼ کسان به هلته بې تابعیته پاتې شي ځکه اکثر بېوزلي هندیان د هویت د تثبیت اسناد نه لري.