د هنګري صدراعظم: ټرمپ که ټاکنې وګټي د اوکراین جګړې د پای ته رسولو مفصل پلان لري

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان او د امریکا مخکینی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان د امریکا له سفر څخه خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته چې له ډونالډ ټرمپ سره پټه کتنه هم پکې شامله وه ویلي چې د امریکا پخوانی ولسمشر که انتخاب شي؛ نو د اوکراین پرضد د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مفصل پلان لري.

ښاغلي اوربان پرون ناوخته په یوه ټلویزیونې مرکه کې همدا راز وویل چې ټرمپ به د دې جګړې د ژر تر ژره پای ته رسولو لپاره اوکراین ته مالي مرستې بندې کړي.

اوربان چې حکومت یې اوکراین ته د پوځي مرستو له لېږلو ډډه کړې، خو له مسکو سره اړیکې پالي، زیاته کړه چې اوکراین په یوازې ځان په پښو نه شي درېدلی.

د هنګري صدراعظم داسې مهال امریکا ته سفر وکړ چې په کانګرس کې جمهوريپالو له اوکراین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو مرستې طرحه لاهم نه ده تایید کړې.