د افغانستان پر ډېرو ولایتونو نن او سبا د درنې واورې او سخت باران اټکل شوی

تصویر له ارشیفه

د هواپېژندنې کورنیو ادارو یوځل بیا اټکل کړی چې نن او سبا به د هېواد په ډېری ولایتونو کې درنه واوره او سخت بارانونه وشي.

د افغانستان ملي راډیو ټلویزیون چې طالبان یې اداره کوي، د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې د ریاست په حواله خبر ورکړی چې په هرات، فراه، نیمروز، هلمند، کندهار، زابل، روزګان، غزني، دایکندي، غور، بادغیس، فاریاب، جوزجان، بلخ، سرپل، سمنګان، بامیان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د واورو او بارانونو اټکل کیږي.

د یادونې وړ ده چې په روانه کب میاشت کې له دې مخکې هم څوځلې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې درنې وریاوې او بارانونه وشول چې په ترڅ کې یې د نژدې ۴۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شو.