د پاکستان د نوي صدراعظم شهبازشریف په مشرۍ نوي حکومت نن لوړه وکړه.
د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي شریف په خپل نوي حکومت کې د یوه خصوصي بانک HBL اجرایوي رییس محمد اورنګ زېب د مالیې د وزیر په توګه غوره کړی دی.
رویټرز د دوو سرچینو له قوله همدارنګه ویلي چې اسحاق دار چې څلور ځلې یې د پاکستان د مالیې د وزیر په توګه دنده ترسره کړې، د بهرنیو چارو وزارت څوکۍ ته غوره شوی دی.
د راپور له مخې، اورنګ زېب داسې مهال د مالیې وزارت څوکۍ ته نومول کیږي چې پاکستان له ډېرو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.
له پاکستان سره د پیسو د نړیوال صندوق IMF د مرستو پروګرام راتلونکې میاشت پای ته رسیږي او ښاغلي شریف ویلي چې حکومت به یې هڅه وکړي چې د مرستو د یوه اوږدمهاله پروګرام د یقیني کولو لپاره خبرې مخ ته یوسي ترڅو د لوړ انفلاسیون او بهرنیو مالي اړتیاوو په منځ کې د دې هېواد اقتصاد باثباته وساتي.
په یوه لیک چې ښاغلي شریف ولسمشر ته استولی او یوه کاپي یې رویټرز هم ترلاسه کړې، د کابیې د نولسو غړیو په فهرست کې د ښاغلي اورنګ زیب او دار نومونه هم لیدل کیږي.