د خوړو نړیوال سازمان: دا مه هېروئ چې میلیونونه افغانان د یوه وخت ډوډۍ ته حیران دي

تصویر له ارشیفه

د خوړو نړیوال پروګرام د روژې د میاشتې په مناسبت نن دوشنبې په ایکس پاڼه کې یادونه کړې چې باید هېر نه کړو چې په افغانستان کې په میلیونونو کسان د ورځې د یوه وخت ډوډۍ د موندلو لپاره هلې ځلې کوي.

د دې پروګرام د افغانستان څانګې ویلي، روژه د سخاوت او خیرات میاشت ده او زیاتوي چې د ShareTheMeal بنسټ له لارې کېدای شي چې د یوه وخت خواړه له یوې افغانې کورنۍ سره شریک شي.

دې بنسټ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي چې دوی په دې باور دي چې له لوږې سره مبارزه آسانه ده او د یو وخت خوړو لپاره یوازې اتیا سنټه په کار دي.

د خوړو نړیوال پروګرام د فبرورۍ په ۲۸ په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي وو چې په افغانستان کې د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره له تر ټولو زیانګالو کورنیو سره د مرستو لپاره ۷۶۰ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

دې پروګرام مخکې ویلي چې د بودیجې د زښت کمښت له امله یې تېر میلادي کال ونه شوای کولای چې مرستو ته اړو لسو میلیونو کسانو ته مرستې ورسوي.