جوبایډن د نړۍ مسلمانانو ته د روژې میاشتې د را رسېدو مبارکي وویله

د امریکا ولسمشر، جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن د نړۍ مسلمانانو ته د روژې د رارسېدو مبارکي ویلې ده.

ښاغلي بایډن پر خپله ایکسپاڼه کښلي چې دی او مېرمن یې جیل بایډن د روژې په مناسبت د امریکا او درستې نړۍ مسلمانانو ته ښې هیلې څرګندوي.

له بلې خوا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ نن سهار پر خپله ایکسپاڼه لیکلي چې ټولو افغانانو ته د روژې د مبارکې میاشتې د راتګ مبارکي وايي.

سعودي عربستان او یو شمېر نورو هیوادونو نن دوشنبې د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.

د طالبانو سترې محکمې پرون ویلي وو چې د دوشنبې په ورځ روژه نه ده، خو دې محکمې تېره شپه اعلان وکړ چې د کندهار د میوند ولسوالۍ ځینو خلکو شاهدي ورکړې چې میاشت یې لیدلې نو پر دې اساس نن د حوت ۲۱ مه د روژې د میاشتې لومړۍ ده.