د جرمني صدراعظم: غزه کې دې د روژې لپاره اوربند وشي

د روژې میاشت په غزه کې

د جرمني صدراعظم اولاف شولز په غزه کې د روژې په میاشت کې د دومداره اوربند غوښتنه کړې ده.

شولز پرون (د مارچ ۱۰مه) په یوه ویډیويي پیغام کې وویل چې اوربند باید دا هم یقیني کړي چې اسراییلي یرغمل شوي کسان د حماس له لاسونو خلاص شي.

حماس چې د امريکا او اروپايي ټولنې له خوا يو تروريستي سازمان بلل کېږي، د اکتوبر د اوومې نېټې په بريد کې يې شاوخوا ١٢٠٠ کسان ووژل او ٢٤٠ نور يې يرغمل کړل.

د جرمني صدراعظم په دې باور دی چې د فلسطین او اسراییلو د خلکو لویه برخه سوله غواړي.

اوس په غزه کې جګړه شپږمې میاشتې ته داخله شوې او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د معلوماتو له مخې، د مارچ تر پنځمې پورې په غزه کې تر ۳۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.