ترکیه: ۳۳ تنه داعش سره د تړاو په تور نیول شوي

د ترکیې یو شمېر امنیتي ځواکونه

د ترکیې امنیتي ځواکونو د دغه هېواد په شمال ختیځ ساکاریا ښار کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې سره ۳۳ تړلي تورن کسان نیولي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلي کایا په ایکس پاڼه لیکلي چې امنیتي ځواکونو په یو لړ ځانګړو عملیاتو کې دا کسان او ورسره یوه اندازه وسلې، زیاته اندازه بهرنۍ پيسې او ناقانونه اسناد نیول شوي.

علي یرلي کایا ویلي چې دغو نیول شویو خلکو غوښتل د محلي ټاکنو په درشل کې ورانکاره فعالیتونه وکړي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر ویلي چې هېواد د ترهګرۍ هېڅ ډول نه شي زغملی او پر وړاندې یې کلکه مبارزه کوي.

داعش یا اسلامي دولت ډله په ترکیه کې د څو مرګونو او لویو بریدونو مسووله بلل کېږي.

له هغې ډلې ۲۰۱۵ کال انقره کې په یوه لاریون باندې برید چې پکې څه باندې سل کسان وژل شوي وو.

دا ډله همدا جنوري هم په استانبول کې په یوه کلیسا په برید کې ښکېله بلل شوې چې یو کس پکې وژل شوی.