طالبانو هم دوشنبه د روژې لومړۍ ورځ اعلان کړه

د افغانستان د سترې محکمې ودانۍ

د طالبانو سترې محکمې نن دوشنبه د روژې اوله اعلان کړه.

محکمې بېګا ناوخته اعلان وکړ چې د کندهار په میوند ولسوالۍ کې یو شمېر هېوادوالو شاهدي ورکړه چې د روژې میاشت یې لیدلې ده.

پرون د ورځې تر پایه د طالبانو سترې محکمې ویل چې د دوی د رویت هلال/د میاشتې لیدو کمېټه د روژې میاشت نه ده لیدلې او دوشنبه به غونډه کوي.

معلومه نه ده چې د طالبانو دا اعلان په ټول افغانستان کې خپور شوی کنه.