غزه؛ د روژې له راتلو سره هم د خونړیو جګړو راپورونه ورکړل شوي

جګړه ځپلې غزه، د روژې په درشل کې

د روژې د میاشتې په درشل کې نن هم په غزې تړانګه کې د خونړیو جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.

په دغه کلابنده شوې سیمه کې د بشري بحران له پراخوالي سره د قحطۍ خبرداریو ته په پام، متحدو ایالتونو، هسپانیا، اردن او یو شمېر نورو مرستندویانو سیمې ته د مرستو استولو بهیرپیل کړی، خو د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې د غزې د دوه ملیونه او څلورلکه وګړو اړتیاوو ته په پام دا مرستې ډېرې کمې دي.