کابل - جلال اباد لویه لاره؛ د یوه موټر را پرېوتو ۳ تنه مړه او ۶ نور ټپیان کړل

له ارشیفه د کابل - جلال اباد لویې لارې یو تصویر

د طالبانو د ټولګټو وزارت یو چارواکی وايي، د کابل – جلال اباد په پرونۍ پېښه کې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون درې تنه مړه شوي او ۶ نور ژوبل دي.

د دغه وزارت ویندوی محمداشرف حق شناس پر خپله ایکسپاڼه نن لیکلي چې پرون مازیګر په ماهیپر کې یو موټر له لوړ سړکه لاندې ولوېد چې ورسره تیږې او خاورې وښوېیدې.

د حق شناس په وینا، د دې پېښې له کبله د موټر درې سپرلۍ مړې شوې او وړو او کوچنیو تیږو سړک بند کړ.

د کابل – جلال اباد سړک د لنډ وخت لپاره بند و، وروسته پرانیستل شو.