رینا امیري یو ځل بیا د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو د سیاستونو د بدلون غوښتنه وکړه

د افغانستان د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې، رینا امیري

د افغانستان د بشري حقونو، نجونو او ښځو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي، د هغو بندیزونو او محدودیتونو له امله چې طالبانو په افغان نجونو او ښځو لګولي، افغانستان په کلني ډول له اقتصادي پلوه یو میلیارډ ډالر تاوان کوي.

رینا امیري تېره شپه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، دا هغه فرمانونه دي چې افغان نجونې او ښځې له زده‌کړو منع کوي او د ټولو افغانانو کار روزګار ته زیان رسوي.

اغلې امیري زیاته کړې چې د دې لپاره چې افغانستان د مرستو له انحصار او بې‌وزلۍ وویستل شي، دا تګ‌لارې باید بدلې شي.

له دې وړاندې سیګار خبرداری ورکړی و چې د طالبانو له‌خوا پر ښځو د کار بندیز به د افغانستان اقتصادي ناورین لاپسې زیات کړي.