نایجریا؛ په شمال لویدیځ کې د څه باندې ۲ سوو تښتول شویو زده کوونکو د خلاصون هڅې پیل شوي

د تښتول شویو ماشومانو یو اړوند تصویر

وروسته له دې چې وسله والو کسانو د نایجریا په شمال لوېدیځ کې تر ۲۰۰ ډېر زده کوونکي او ښوونکي وتښتول، د دغه هېواد ولسمشر سیمې ته پوځیان واستول.

د پنجشنبې په ورځ ناپېژاندو وسله والو د نایجریا د شمال لوېدیځ په کادونا ولایت کې پر یوه کلي یرغل ور ووړ، د ۲۰۰ او ۲۸۰ ترمنځ زده کوونکي او ښوونکي یې له یوه ښوونځي وتښتول.

د فرانس پریس خبري اژانس پر اساس، دا د افریقا په دغه ګڼ نفوسه هېواد کې په یوه اوونۍ کې دوهم ځل دی چې زده کوونکي یرغمل کېږي.