د طالبانو حکومت:د هندوانو او سیکانو د غصب شویو جایدادونو په اړه مو پلټنه پیل کړې ده

د افغانستان د عدلیې وزارت ودانۍ - تصویر له ارشیفه

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت وايي، د ځمکو د غصب د مخنیوي کمیسیون یې په ټول هېواد کې د هندوانو او سیکانو د غصب شویو جایدادونو په اړه پلټنه پیل کړې ده.

دغه وزارت پرون (شنبې) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې موظف کمیسیون یې په مرکز او ولایتونو کې د غصب د مخنیوي تخنیکي پلاوو ته دنده سپارلې چې د افغان هندوانو او سیکانو غصب شوې ځمکې تشخیص کړي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د افغان سیکانو او هندوانو له شکایتونو وروسته طالب چارواکو څو ځلې د هغوی د جایدادونو د ورګرځولو ژمنې کړي، خو تر دې دمه یې ستونزه نه ده حل کړې.