یو تعلیمي بنسټ: تر نیم میلیون زیات افغان ماشومان پاکستان کې له زده کړو محروم دي

پاکستان کې یو شمېر افغان ماشومان - ارشیف

د تعلیم په برخه کې یو فعال بنسټ وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو تر نیم میلیون ډېر ماشومان له زده کړو محروم دي.

د «الف اعلان» په نوم دغه بنسټ پرون وویل چې د پاکستان په ښارونو او کمپونو کې د ۵ او ۱۶ کلونو ترمنځ۵۷۰ زره افغان ماشومان ښوونځیو ته له تلو پاتې دي.

د دې بنسټ په وینا، دا شمېر د کډوالو لویه کمېشنري هم تاییدوي.

دا شمېر دې ته په کتو زیات دی چې د تېر کال له اکتوبر وروسته پاکستان تر ۵ لکه ډېر افغان کډوال بېرته افغانستان ته وګرځول.