اصف علي زرداري د پاکستان د پیپلز او مسلم لیګ نواز ګوند مشترک کاندید د پاکستان د څوارلسم ولسمشر په توګه انتخاب شو.
له ده سره دې سیالۍ ته محمود خان اڅکزی د سني اتحاد شورا له لورې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند یې ملاتړ کوي ولسمشرۍ ته کاندید و.
اصف علي زرداري د پارلمان دوه سوه پنځه پنځوس رایي واخیستې او محمود خان اڅکزي یوسل او نولس رایي خپلې کړې.
اصف علي زرداري په دوه زره اتم کال کې هم د پاکستان ولسمشر شوی و.