بینېټ: د افغانستان په څېر په کوم بل هېواد کې د ښځو حقونه ډېر نه نقضېږي

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بینېټ

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وایي چې دی فکر نه کوي چې د نړۍ په بل ځای کې دې د ښځو حقوق دومره تر پښو لاندې شي لکه په افغانستان کې چې کېږي.

ریچارډ بینېټ دا خبره ازادي راډيو ته د جمعې په ورځ په ځانګړې مرکه کې وکړه او زیاته یې کړه چې په ځینو نورو هېوادونو کې هم نجونو او ښځو ته حقوق نه ورکول کېږي، خو هیله شته چې په راتلونکې کې ښځې له خپلو حقه حقوقو برخمنې شي.

طالبان وایي چې دوی د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو حقوقو ته ژمن دي.

وروسته تر دې چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال په اګست کې کابل ونیوه، تر شپږم ټولګي ورپورته یې د نجونو ښوونځي بند کړل بیا یې نژدې کال وروسته د پوهنتون دروازې د دوی پرمخ وتړلې.

همداراز یې یو شمېر نور بندیزونه پر ښځو لګولي چې د بشري حقونو د ډلو له لوریو غندل شوې دي.