د پاکستان په پارلمان کې د دې هېواد د څوارلسم ولسمشر د انتخابېدو لپاره رایه اچونه پيل شوې.
محمود خان اڅکزی د سني اتحاد شورا له لورې چې د عمران خان تحریک انصاف ګوند یې ملاتړ کوي ولسمشرۍ ته کاندید دی او د ده پر وړاندې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري انتخاباتو ته درېدلی چې د مسلم لیګ نواز او پیپلز ګوند له لورې یې ملاتړ کېږي.
د پاکستان د انتخاباتو د قانون له مخې د دې هېواد د فدرالي پارلمان او ایالتي پارلمانونو غړي د ولسمشر د ټاکنې لپاره په سري توګه رایي اچوي.