طالبان: د کاسا‌زر پروژې عملي چارې په پسرلي کې پيلېږي

ارشیف: د کاسازر پروژې له پرانیستونکو مراسمو یو انځور

د کاسا زر پروژې عملي چارې، چې د منځنۍ اسیا برښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي، په پسرلي کې پيلېږي.

دا خبر د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه یا پخواني ټویټر کې نن خپور کړی او لیکلي یې دي چې د دې پروژې د عملي چارو د پيلېدو موافقه د جمعې په ورځ د قرغزستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ لاسلیک شوه.

پر دې پروژې چې تمه وه چارې یې د جمهوري نظام په وخت بشپړې شي، تر یو میلیارد ډالرو ډېر لګښت راځي چې لویه برخه یې نړیوال بانک په غاړه اخیستی دی.

د دې پروژې له مخې د قرغزستان او تاجکستان یو زر درې سوه میګاواټه برق افغانستان او بیا پاکستان ته لېږدي.