د امریکا د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ د هنګري له صدراعظم ویکتور اوربان سره کتلي دي.
اوربان هغه څوک دی چې په خپل هېواد کې یې پر قضایي قوې فشار راوستی او سیاسي سیستم یې کمزوری کړی چې خپل ګوند په واک کې وساتي.
د ټرمپ د کمپاین غړیو پرون ناوخته وویل چې د دې کتنې پر مهال پر یو شمېر پراخو موضوعاتو چې هنګري او متحد ایالتونه یې اغېزمن کړې، خبرې وشوې چې په دې کې د خوندي سرحدونو مسئله یاده شوه چې د هر هېواد د حفاظت او حاکمیت لپاره مهمه ده.