وېسټ: د افغان نجونو او ښځو له هڅو او زړورتیاوو درناوی کوم

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی توماس وېسټ

د افغانستان لپاره د امریکا متحده‌ایالاتو ځانګړی استازی وايي، د افغان نجونو او ښځو له ټولو هغو هڅو او زړورتیاوو درناوی کوي چې غواړي په هر کچه د کار ترڅنګ، تعلیم وکړي څو خپل حقونه خوندي او د ژوند په ټولو چارو کې برخه واخلي.

توماس وېسټ نن سهار د مارچ اتمې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس‌پاڼه دا مسایل د افغانستان او سیمې د ثبات لپاره مهم بللي.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافېره کرن ډیکر وايي، افغانې ښځې د افغانستان د راتلونکي لپاره اړینې دي.

هغې په خپله ایکس‌پاڼه د مارچ اتمې یا د ښځو نړیوالې ورځې ته په اشارې لیکلي، هره ورځ باید د ښځو نړیواله ورځ وي، افغان ښځو ته باید فرصت برابر او خبرې یې واورېدل شي.