د ملګرو ملتونو یو پلاوی: مهسا امیني د ایراني پولیسو د شکنجې له کبله مړه شوې

د مهسا امیني قبر

د ملګرو ملتونو یوه څېړونکي پلاوي د خپل ماموریت د څېړنو په پایله کې ویلي چې د ایران حکومت د هغې جسماني شکنجې مسوول دی چې په پایله کې یې مهسا امیني د پوره حجاب د نه مراعاتولو په تور د پولیسو په توقیف کې مړه شوه.

په یوه راپور کې چې پرون د دې ماموریت له خوا خپور شو ویل شوي چې د شواهدو له مخې د ګشت ارشاد د پولیسو له خوا د توقیف پر مهال د مهسا امیني بدن ځینې ضربې لیدلې وې.

راپور زیاتوي چې په زندان کې فزیکي تشدد د ۲۲ کلنې مهسا د مړینې باعث شو او په دې کې د ایران حکومت مسوول دی.

د ملګرو ملتونو د حقیقت موندنې د ماموریت په راپور کې راغلي چې په ایران کې د ښځو ځپل او له هغو سره تبعیض د بشري جنایتونو ثبوت دی.

د مهسا امیني له مړینې وروسته د حکومت او جبري حجاب پرضد د ټول هېواد په کچه پراخ اعتراضونه پیل شول.

دا اعتراضونه وروسته بیا د ایران د حکومت او پوځي ځواکونو له خوا په کلکه وځپل شول.