افغانستان کې د ښځو وضعیت؛ ګوټېرېش: دا د نړیوالو د پاتې راتلو یو څرګند مثال دی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي په افغانستان کې د ښځو وضعیت د ښځو د حقونو په برخه کې د نړیوالو د پاتې راتلو یو څرګند مثال وباله.

انټونیو ګوټېرېش پرون د مارچ په اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه وینا کې وویل چې د افغان نجونو ډېره برخه له تعلیمي سیستم څخه بې برخې دي.

هغه زیاته کړه چې د ښځو د حقونو په مسئله کې ناکامي په ټوله نړۍ کې پرمختګ له ګواښ سره مخامخ کوي.

ګوټېرېش د نړۍ پر حکومتونو غږ وکړ چې ښځو او نجونو ته د انډول حق یقیني کولو ته لومړیتوب ورکړي.

په عین حال کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت وايي چې متحدایالات به د افغان ښځو د حقونو ملاتړ وکړي.

دې سفارت په یوه بیان کې چې پرون د مارچ په اتمه، د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت یې خپور کړی ویلي چې متحدایالات به د زده کړو، اقتصاد، کار او د بشري آزادیو په نورو برخو کې د افغان ښځو او نجونو ترڅنګ وي.

ملګرو ملتونو د ښځو نړیواله ورځ سږ کال تردې عنوان لاندې چې پر ښځو پانګونه پرمختګ ګړندی کوي ونمانځله خو دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د تعلیم، کار او د ټولنیز ژوند له ډېرو نورو برخو څخه څنډې ته شوې دي.