اروپايي ټولنه: په هغه څه چې ښځې يې ترسره کولی شي، هیڅ ډول بندیز نه شته

د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپايي ټولنې نن د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې ایکس پاڼې یا پخواني ټویټر کې په یو پیغام کې ویلي، په هغه څه چې ښځې يې ترسره کولی شي، هیڅ ډول بندیز نه شته.

دې ټولنې زیاته کړې: "زموږ همکاران په افغانستان او نړۍ کې د ښځو د حقونو، برابرۍ او د فرصتونو د برابرولو په ارزښت پوهېږي."

د ښځو نړیواله ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې طالبانو په افغانستان کې نجونې او ښځې له کار او زده کړو محرومي کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند تازه ویلي، دوی د ښځو د حقونو په برخه کې موثر اقدامات کړي او د ښځو حقونو ته ژمن دي.