د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن د مارچ اتمه د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت پر خپلې فېسبوک پاڼې په یو پیغام کې یوځل بیا د طالبانو له حکومته غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.
د کرزي په خبره، د افغانستان پرمختګ د ښځو او نارینهوو په ماناداره ګډون پورې تړلی دی.
هغه وړاندې ویلي، له احتیاجۍ څخه د خلاصون یوازېنۍ لار د نجونو تعلیم او ښځو د کار د زمینې برابرول دي.
نن د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ ده.