جورجیوا د "آی‌ایم‌ایف" د مشرې په توګه د بیا ټاکل کېدو لپاره د ملاتړ هڅې پیل کړي

د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا آی‌ایم‌ایف مشره کریسټالینا جورجیوا

د پیسو نړیوال وجهي صندوق یا آی‌ایم‌ایف مشره کریسټالینا جورجیوا، لېواله ده چې کافي ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو د بلې پنځه کلنې دورې لپاره د دې سازمان د مشرې په توګه پاتې شي.

د دغې بلغاریايي اقتصاد پوه لومړۍ کاري دوره د سپټمبر په میاشت کې پای ته رسېږي.

بلومبرګ نیوز په خپل پروني راپور کې زیاته کړې چې، کریسټالینا جورجیوا د بریالیتوب ډاډ ترلاسه کولو لپاره د لویو اروپایي هېوادونو او د امریکا متحده ایالاتو ملاتړ ته اړتیا لري.