ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ته په تعظیم تورن شو

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، منځ کې د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ او چپ لور ته د امریکا ولسمشر جوبایډن

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن په یوه تلوېزیوني وینا کې د جمهوري غوښتونکو احتمالي کاندید ډونالډ ټرمپ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په "تعظیم" تورن کړ او له کانګرس څخه یې وغوښتل چې اوکراین ته مرستې تصویب کړي.

بایډن د پنجشنبې په ورځ د مارچ ۷مه د امریکا د کانګرس په ګډې غونډې کې چې په میلیونونو امریکایانو یې په تلوېزیونو ننداره کوله، خلکو ته په خپله کلنۍ وینا کې خبرداری ورکړ چې ډیموکراسي په ټوله نړۍ کې له ګواښ سره مخ ده او د ناټو تړون په اړه یې د ډونالډ ټرمپ پر وروستیو څرګندونو هم نیوکه وکړه.

۸۱ کلن جو بایډن د امریکا په تاریخ کې تر ټولو زوړ ولسمشر دی او د کوینیپیاک وروستۍ نظرپوښتنې له مخې دوه پر درېیمه برخه رایه ورکوونکي وايي چې هغه د یوې بلې اغېزمنې ولسمشرۍ دورې لپاره ډېر زوړ دی.