اکرم: ۹۸ سلنه افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړی استازی منیر اکرم

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، په سلو کې ۹۸ افغان کډوال په خپله خوښه له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

منیر اکرم د چهارشنبې په ماښام امنیت شورا ته وویل، پاکستان له خپلې خاورې افغان کډوال په زوره نه دي ایستلي بلکې کابو ټول په خپله خوښه تللي دي.

د پاکستان ځانګړي استازي چې د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډې ته خبرې کولې، دا خبره رد کړه چې ګنې په پاکستان کې افغان کډوال خوندي نه دي او یا یې شرایط خراب دي.

د پاکستان د موقت حکومت صدراعظم انوارالحق کاکړ د تېر کال په سپټمبر کې بې اسناده افغان کډوالو ته یوه میاشت مهلت ورکړ چې له پاکستانه ووځي کنې په زوره به وایستل شي.

د اکتوبر په میاشت کې نژدې ۴ لکه افغان کډوال له پاکستان څخه وایستل شول.