حماس ډله: د اوربند او برمته‌وو خوشې کېدو په تړاو خبرې راتلونکې اوونۍ پیلېږي

په غزه کې د روانې جګړې یو انځور

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژني نن پنجشنبې وویل چې پلاوی یې له قاهرې تللی او په غزه کې د یوه اوربند او د برمته‌وو د خوشې کېدو لپاره خبرې به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

د سخت دریځې حماس ډلې له دې څرګندونو ښکاري چې امکان نه لري چې د روژې میاشتې له پیلېدو مخکې دې په دې اړه یوه موافقه تراوسه شي.

مصري چارواکو ویلي چې خبرې اترې د حماس د دریځ پر سر چې غوښتنه یې کړې چې روانه جګړې دې په څو مرحلو کې پای ته ورسېږي، په ټپه درېدلي دي.

خو دوی دا نه‌ده رد کړې چې له روژې مخکې دې چې ټاکل شوې راتلونکې یکشنبې پیل شي، کومه موافقه ترلاسه نه‌شي.

دا د یوې موافقې لپاره یو غیر رسمي وروستی مهلت ټاکل شوی دی.