د سویډن حکومت له ناټو سره د یوځای کېدو پرېکړه وکړه

د سویډن بیرغ

د سویډن حکومت نن رسماً پرېکړه وکړه چې دا هېواد به له ناټو تړون سره یوځای کېږي.

دا خبره د سویډن د انرژۍ وزیرې ایبا بوش په یوه خبري غونډه کې وکړه.

په ناټو کې د سویډن د غړیتوب اسناد به نن د ورځې په وروستیو کې په واشنګټن ډي سي کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې وړاندې شي.

سویډن به په وروسته له هغې چې په دې مراسمو کې وروستي اسناد وړاندې کړي، سمدستي د ناټو ۳۲م غړی شي.